پنجشېر کې د پنځلسم ځل لپاره د زمردو داوطلبي ترسره شوه

firoz_admin
Tue, Mar 12 2024 1:00 PM
یی

‏پنجشېر ولایت کې د پنځلسم ځل لپاره د (94800) امریکایي ډالرو په ارزښت (2547) قیراطه زمرد دیاد ولایت د کانونو رئیس، سیمه یزو مسئولینو، کان کیندنکو، رسنیو او سوداګرو په شتون کې د یاد ولایت په مقام کې وپلورل شول. 

تر دې دمه د ( 3627800) امریکايي ډالرو په ارزښت د پنجشېر ولایت ( 50022 ) قیراطه زمرد پلورل شوي دي، چې د اسلامې امارت ونډه پکې 10 سلنه ده او پاتې 90 سلنه د کان کیندنکو ده چې ټول د پنجشېر ولایت اوسېدونکي دي او همدا راز په یادو کانونو کې لس زره کسان په کار بوخت دي.

امین الدین د فضل الدین زوی د 1600 امریکايي ډالرو په ارزښت د 292 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

صبغت الله د عبدالله خان زوی د 6900 امریکايي ډالرو په ارزښت د 752 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

جواد د محمد کبیر زوی 31200 امریکايي ډالرو په ارزښت د 200 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

حفیظ الله د محمد عزیز زوی د 15700 امریکايي ډالرو په ارزښت د 650 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

محمد الدین د سید عالم زوی د 35100 امریکايي ډالرو په ارزښت د 567 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

شادمحمد د عبدالقدوس زوی د 4300 امریکایي ډالرو په ارزښت د 86 قیراطه زمردو ګټونکی شو.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS