پنجشېر کې د پنځلسم ځل لپاره د زمردو داوطلبي ترسره شوه
پنجشېر ولایت کې د پنځلسم ځل لپاره د (94800) امریکایي ډالرو په ارزښت (2547) قیراطه زمرد دیاد ولایت د کانونو رئیس، سیمه یزو مسئولینو، کان کیندنکو، رسنیو او سوداګرو په شتون کې د یاد ولایت په مقام کې وپلورل شول.
تر دې دمه د ( 3627800) امریکايي ډالرو په ارزښت د پنجشېر ولایت ( 50022 ) قیراطه زمرد پلورل شوي دي، چې د اسلامې امارت ونډه پکې 10 سلنه ده او پاتې 90 سلنه د کان کیندنکو ده چې ټول د پنجشېر ولایت اوسېدونکي دي او همدا راز په یادو کانونو کې لس زره کسان په کار بوخت دي.
امین الدین د فضل الدین زوی د 1600 امریکايي ډالرو په ارزښت د 292 قیراطه زمردو ګټونکی شو.
صبغت الله د عبدالله خان زوی د 6900 امریکايي ډالرو په ارزښت د 752 قیراطه زمردو ګټونکی شو.
جواد د محمد کبیر زوی 31200 امریکايي ډالرو په ارزښت د 200 قیراطه زمردو ګټونکی شو.
حفیظ الله د محمد عزیز زوی د 15700 امریکايي ډالرو په ارزښت د 650 قیراطه زمردو ګټونکی شو.
محمد الدین د سید عالم زوی د 35100 امریکايي ډالرو په ارزښت د 567 قیراطه زمردو ګټونکی شو.
شادمحمد د عبدالقدوس زوی د 4300 امریکایي ډالرو په ارزښت د 86 قیراطه زمردو ګټونکی شو.