د کابل والي الحاج ملا امين الله عبيد په مشرۍ د کانونو د ساتنې څلورمه غونډه په کابل ولايت مقام کې ترسره شوه

firoz_admin
Mon, Mar 04 2024 1:08 PM
ss

يکشنبه ١٤٠٢/١٢/١٣ هـ ش
په دې غونډه کې د کابل د کانونو رييس مفتي عبدالحميد اخندزاده ، د کرنې رئيس، مستوفيت ، سينديزې حوزې ، د کابل امنيه قومندانۍ او چاپېريال ساتنې ادارې استازو او د کابل ولايت  سکټور آمر پکې ګډون درلود.

د غونډې په پيل کې د کابل ولايت د کانونو رئيس مفتي عبدالحميد اخندزاده په دې ولايت کې د شته کانونو او د دې کانونو د استخراج د چارو په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل
کابل والي الحاج ملا امين الله عبيد ټولو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چې اړوندې ادارې بايد د کانونو د استخراج او څارنې په برخه کې بشپړه همغږي او همکاري ولري.
کابل والي اړوندو رياستونو ته سپارښتنه وکړه، او د کانونو د ساتنې په برخه کې ټول شته امکانات په کار واچوئ او ټينګار يې وکړ، چې د کانونو د استخراج او نورې چارې بايد د ټاکل شويو طرزالعملونو مطابق ترسره شي.
د غونډې پر دوام راغلو مسولينو خپل نظرونه مطرح کړل او په پاى کې يوه ګډه کمېټه  وټاکل شوه ترڅو په ولسواليو کې د کانونو په برخه ګډه هيئتي ترسره کړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS