د کابل والي الحاج ملا امين الله عبيد په مشرۍ د کانونو د ساتنې څلورمه غونډه په کابل ولايت مقام کې ترسره شوه
يکشنبه ١٤٠٢/١٢/١٣ هـ ش
په دې غونډه کې د کابل د کانونو رييس مفتي عبدالحميد اخندزاده ، د کرنې رئيس، مستوفيت ، سينديزې حوزې ، د کابل امنيه قومندانۍ او چاپېريال ساتنې ادارې استازو او د کابل ولايت سکټور آمر پکې ګډون درلود.
د غونډې په پيل کې د کابل ولايت د کانونو رئيس مفتي عبدالحميد اخندزاده په دې ولايت کې د شته کانونو او د دې کانونو د استخراج د چارو په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل
کابل والي الحاج ملا امين الله عبيد ټولو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چې اړوندې ادارې بايد د کانونو د استخراج او څارنې په برخه کې بشپړه همغږي او همکاري ولري.
کابل والي اړوندو رياستونو ته سپارښتنه وکړه، او د کانونو د ساتنې په برخه کې ټول شته امکانات په کار واچوئ او ټينګار يې وکړ، چې د کانونو د استخراج او نورې چارې بايد د ټاکل شويو طرزالعملونو مطابق ترسره شي.
د غونډې پر دوام راغلو مسولينو خپل نظرونه مطرح کړل او په پاى کې يوه ګډه کمېټه وټاکل شوه ترڅو په ولسواليو کې د کانونو په برخه ګډه هيئتي ترسره کړي.