د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ایران اسماري ګروپ شرکت له مسئول سره ولیدل

firoz_admin
Sun, Feb 18 2024 9:40 AM
ب

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ایران اسماري ګروپ شرکت له مسئول ښاغلي مرتضی اصغري او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې ښاغلي اصغري د هېواد د اوسني وضعیت او مناسبو فرصتونو په اړه خوښي څرګنده کړه زیاته یې کړه: افغانستان د تېرو کلونو په پرتله په اوسني وخت کې د پانګوالو لپاره غوره هېواد دی، ټول کورني او بهرني پانګوال کولی شي په ډاډه زړه پانګونه وکړي او دا د افغانستان لپاره ښه زیری دی.
د یاد شرکت رئیس په دغه لیدنه د افغانستان د کانونو سربېره د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه او د همکاریو غوښتنه یې وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه وویل: ایران او افغانستان د ښه ګاونډیتوب تر څنګ ګډ کلتور او مشترکات لري او همدا راز یې د کانونو په برخه کې یې د پانګونې په موخه د هغوی د لېوالتیا هرکلی وکړ، د هرات د 10 بلاکونو نفتي حوزې چې 23000 کیلومټره مربع مساحت در لودونکې ده د هرات او بادغیس ولایتونو تر منځ موقعیت لري په اړه یې معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې ورسره د هر راز ملاتړ او همکاریو په اړه ټینګار وکړ ویې ویل: الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره ښه ځای دی، موږ هڅه کوو چې تر څو د پانګوالو لپاره ښه فرصتونه برابر کړو د ټولو هغو بهرنیو پانګوالو چې د کانونو په برخه کې پانګونه کوي موږ یې هرکلی کوو.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS