د کارمندانو د دیني زده کړو د ازموینې پایلې اعلان شوې

firoz_admin
Wed, Dec 27 2023 3:18 PM
سس

د کارمندانو د د ینې زده کړو د ازموینې پایلې د کانونو او پټرولیم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اعلان شوې، په دغې ازموینې کې هغوکسانو ته چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې د ډ‌الیو 
په ورکړې سره وستایل شول.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، یو شمېررئیسانو، او کارمندانو ګډون کړی و.
غونډه د قرانکریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه، ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دیني زده کړو په برخه کې د دعوت او ارشاد ریاست نه مننه وکړه دیادو زده کړو په اړه یې وویل: په دینې مجالسو کې برخه اخیستل او د دین زده کړه د دنیا او اخیرت نېمکرغي ده، هر مسلمان ته لازمه ده، چې د اسلام مبارک دین په برخه پوره وړتیا ولري، د دیني زده کړو لپاره باید یو مشخص وخت ځانګړی شي او ګټه ترې واخلو.
د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام له لوري هغو کسانو، چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې نغدې پیسې یې ورته ډالۍ کړې او ویې ستایل.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS