د کانونو او پټرولیم وزارت رهبري هیئت د ایران له سفیر لوړپړو چارواکو او پانګوالو سره ناسته

firoz_admin
Tue, Oct 10 2023 2:36 PM
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سه شنبې په ورځ د 18/7/1402 نېټې د مرستیالانو، رئیسانو په شتون کې د ایران له سفیر ښاغلي احمد حسن کاظمي قمي، لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د خراسان رضوي ولایت له پانګوالو سره د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالارکې ناسته ترسره کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ایران سفیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګه وويل: افغانستان او ایران دوه ګاونډیان او وروڼه دي او زیات مشترکات لري، له همدې امله د واړو هېوادونو اړیکي له یوبل سره نزدې او د متقابل درناوي په اساس ولاړې دي، چې له کلونو راهیسې د میلیونونو افغانان کوربه دی او ګډ دیني، فرهنګي او ژبني مشترکات لري.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان اوسنۍ وضعیت د سولې نمونه، په ټول هېواد حاکمیت او سرتاسري امنیت شتون د پانګونې لپاره په ځانګړې توګه د هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره مناسب وګاڼه، او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي د کانونو او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
د ایران سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري هيئت له مېلمه پالنې مننه وکړه، په پیل کې د هرات ولایت زلزله ځپلو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او له هغوی سره یې خپل خواخوږي څرګنده کړه ویې ویل: ایران او افغانستان ګډې ګټې، او ښه جغرافیايي موقعیت لري او افغانستان په اسلامي هېوادونو کې هغه هېواد دی، چې له ایران سره ډېر مشترکات لري او موږ ټولې اړیکې له یاد هېواد سره ټېنګي او دوام داره ساتو.
او همدارنګه د هېواد د کانونو د استخراج په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د کانونو داستخراج په برخه کې د لازمو وسایلو برابرول، افغان متخصصینو ته د زده کړو زمینې برابرولو په برخه کې ډاډ ورکړ.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ایران هېواد له همکاریو مننه وکړه، او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو همکاریو سوداګرۍ او پانګونې په برخه باندې ټېنګار وکړ.

Latest news

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

Sat, Jul 24 2021 2:37 PM
Background image

Calls of Open Government Participation about collecting the issues which is proposed

by different layers of society and to include them in the National Action Plan -3

The drafting process of the National Action Plan-3 of the Islamic Republic of Afghanistan will begin. . .

BACK TO NEWS