د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال بغلان ولایت ته سفر

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال دیپلوم انجنیر وحیدالله حلیمي له یو پلاوي سره د سه شنبې په ورځ 15/1/1402 نېټې د یوه رسمي سفر په ترڅ کې بغلان ولایت ته ولاړ او له والي، د شمال ډبرو سکرو تصدۍ رئیس او د کان له رئیس سره ولیدل.
د دغه وزارت تخنیکي مرستیال د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ ریاست له ټولو څانګو څخه لیدنه وکړه او د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ ریاست او د دغه ولایت د کانونو ریاست له کاري جریان څخه یې د څارنې په ترڅ کې د اړوندو مسوولینو وړاندیزونه او نظریات واورېدل او د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه اړوندو مسوولینو ته ځانګړې او لازمې لارښوونې وکړې.