د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري هیئت غونده تر سره شوه.

firoz_admin
Thu, Apr 14 2022 12:22 PM
یبیب

د کانونو او پټرولیم وزارت د چارو د چټکتیا په موخه نن پنجشنبې په ورځ د 1401/1/25 نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ, د سروې او جيولوجي معين انجينير نور الله ستانکزي او د ريئسانو په ګډون د ياد وزارت د غونډو په تالار کې د رهبري هیئت غونډه  تر سره شوه.
په دغه غونډ کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو د سکتور د وضعیت د ارزونې په ترڅ کې د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو د زیاتوالي په اړه خبرې تر څنګ یې خوښي یې څرګنده کړه او وویل: چې دا ټول د کارمندانو د هڅو او ښه کار له امله دی، همدارنګه د غوریانو د اوسپنې د کانونو په اړه هم لنډې خبرې وشوې او د مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وشوې.
ورپسې د جیولوجي سروې د معین له خوا د سرپل ولایت د قشقري د نفتو او ګازو د قرارداد د مالي رژیم په اړه د غونډې ګډونوالو ته لنډ معلومات ورکړل شول.
ورپسې د غونډې د اجنډا له مخې اړوندو رئیسانو د غونډې په څنډه کې پر راپورته شویو موضوعاتو خبرې وکړې او  د ستونزو د وړاندې کولو تر څنګ یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د هرې غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته لازم تصمیمونه ونیول شول.
په وروستیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کړنو د ښه والي، د کار د سرعت او شفافیت په اړه مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS