جمهوررئیس: کانونه زموږ د سوداګرۍ بیلانس د تغيیر وسیله ده

firoz_admin
Sat, Jul 10 2021 9:52 AM
سیسس

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د “سل ورځې، سل زېري” پروګرام په لړ کې د کانونو اوونۍ په مناسبت په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمدهارون چخانسوري دغو مراسمو ته د وینا پرمهال جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل، ستاسو د لارښوونې او د کانونو د هغې لارنقشې په اساس چې تاسو برابره کړې وه، وتوانېدو چې په وزارت کې مجرب ټیم ایجاد او د پروژو په تطبیق کې تحرک رامنځته کړو.

ښاغلي چخانسوري وویل، د تېروکلونو د ۲۸ پروژو حقوقي او تخنیکي ستونزې حل شوې او په نورمال ډول تطبیقېږي چې له دغې لارې دولت ته د کال ۶۹ میلیون افغانۍ عواید راځي او ۲۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.

نوموړي څرګنده کړه، د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه ۴۳ نور جوازونه شرکتونو ته ورکړل شوي او همدا ډول د استخراجي صنعت ابتکار سازمان غړیتوب بیا ترلاسه کول شفافیت او د قانون تطبیق ته د حکومت او کانونو رهبري ژمنتیا ښیي.

د کانونو او پټرولیم وزیر له خصوصي سکتور سره په ګډه د قېمتي او نیمه قېمتي صادراتو او خرڅلاو اسانتیا لپاره د طرزالعمل جوړېدو ته په اشارې وویل، د دې په پایله کې په تېره یوه میاشت کې ۶۸۵ زره کیلو ګرامه ډبرې چې پخوا به قاچاق کېدلې رسمي مو کړې او له امله یې ۱۲ میلیون افغانۍ عواید دولت ته راغلي.

ښاغلي چخانسوري وویل، راتلونکې میاشت به ۲۴۱ د معدنکارۍ نوې ساحې اعلان ته وسپارو. کنړ کې به د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو او په کابل کې به د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د پروسس او صادرولو دویم مرکز جوړ شي. غیررسمي استخراجي ساحې به رسمي کړو.

هغه زیاته کړه، کانونو وزارت د دغو اعلان شویو او راتلونکو پروژو له لارې وتوانېد د ملي یووالي او متوازن پرمختګ د پیاوړتیا په برخه کې عملي ګام واخلي.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمدهارون چخانسوري د جبل السراج کنسرسیوم گروپ له نماينده صفي الله عصمتي سره د جبل السراج سیمنټو او د ARCN چينايي شرکت له رئیس سره د کټواز حوزې تړونونو تر لاسلیک وروسته جمهوررئیس غني دغو مراسمو ته په وینا کې د کانونو او پټرولیم وزیر او د هغه همکارانو ته له دې امله چې نن د افغانستان د هوساینې لپاره یو مهم ګام واخیستل شو او په پروژو کې تحرک راغی، مبارکي وویله.

جمهوررئیس د کانونو او پټرولیم وزیر محمدهارون چخانسوري ته په خطاب کې وویل، په یو کال کې تاسو وکړای شول هغه نقشه چې ما څو کاله وړاندې د کانونو د راتلونکي لپاره برابره کړې وه عملي کړئ او له دې سره به د ټولو افغانانو باور او ډاډ ترلاسه، کاري زمینې برابرې او د عوایدو ترڅنګ به د خصوصي سکتور په تشبث کې اساسي تحرک راشي.

جمهوررئیس وویل، د افغانستان په شمال کې پام وړ ګاز لرو چې د شهید سردار داود خان په حکومت کې یې لس میلیونه ډالر کلني عواید لرل او اوس ورځ په ورځ د ګازو زېرمې زیاتېږي او دا د هیواد د شمال د صنعتي کېدو لپاره ښه زمینه برابروي.

همداراز يې زياته کړه چې پکتیکا کې د کېندنو ارزښت ته په اشارې وویل، دلته که هغه ګاز چې تصور یې کوو موجود وي، نو د غزني، میدان وردګ، زابل، کندهار، کابل، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د خلکو ژوند په اساسي توګه بدلون مومي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، خدای پاک موږ ته په نړۍ کې یوه له لویو زېرمو د مرمرو راکړې. د چشت شریف او خوګیاڼیو مرمر په نړۍ کې بېساري دي چې له ۴۰-۶۰رنګه لري.

هغه زیاته کړه، کانونه زموږ د سوداګرۍ بیلانس د تغیير وسیله ده، له کانونو پرته پرمختګ نشي کېدای.

هغه زیاته کړه، کېدای شي افغانستان د تالک له لسو لویو صادرونکو څخه شي. کانونه باید له غیررسمي اقتصاد څخه رسمي اقتصاد ته راشي. دا د دې مانا نه لري چې د خلکو مخه نیسو بلکې خلک دېته راولو چې قانوني امتیازات ولري. لومړۍ مرحله کې مو غوښتنه داده چې په پروسس پانګونه وشي.

د هیواد جمهوررئیس د بین المللي ځواکونو له وتلو وروسته نوي رامنځته شوي حالت ته په اشارې وویل، موږ د سولې وړاندیز کړی او څوک چې سوله نه کوي هغه د الهي امر په اساس باغي دی. موږ په ټينګه اراده دا هیواد جوړو. د کانونو، اوبو، برېښنا، ښارونو او سړکونو لوی پروژې په عملي کېدو دي او د بیاجوړولو چارې دوه او لس برابره زیاتوو.

جمهوررئیس د افغانستان او نړیوال خصوصي سکتور څخه په مننې وویل، د دوی پانګه نه ضایع کېږي، داسې شرایط به برابر کړو چې دغه پانګه هم دوی او هم ولس ته ګټه راوړي.

Latest news

Sun, Aug 09 2026 8:32 PM
Background image

Construction Work on the Herat Province Cement Project Begins

The construction work on the Herat Cement Project, located in Zinda Jan District of Herat Province, officially commenced on Sunday, 9 August 2026, during a ceremony held on the occasion. . .

Mon, Aug 03 2026 7:26 PM
Background image

Barite Mining Contract Signed for Parwan Province 

Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, on Monday, August 3, 2026, signed contract for the extraction of the Barite Mine located in the Farnajal area of Surkh Parsa. . .

Mon, Jul 27 2026 2:46 PM
Background image

Ministry of Mines and Petroleum Signs Memorandum of Understanding with Timor Sana Company

A Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation in the field of geological surveying and mineral exploration was signed on Monday, 27 July 2026, between the Ministry of Mines and. . .

BACK TO NEWS