محمد هارون چخانسوري: د افغانستان د رفاه او د اقتصادي ثبات کیلي په هراړخیزو جیولوجیکي مطالعاتو، تثبیت او له معدني منابعو څخه په ګټه اخیستنه کې، نغښتې ده

firoz_admin
Sat, Apr 10 2021 3:05 PM
01

د کانونو او پټرولیم وزارت او د کابل پولي تخنیک پوهنتون په ابتکار، نن ماسپیښین د پولي تخنیک پوهنتون د جمنازیوم په تالار کې، د جیولوجست له نړیوالې ورځې څخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځنه وشوه. له دې نمانځنې څخه موخه، د اجراییوي او اکاډمیکو نهادونو ترمنځ د یو ملي بحث ایجادولو ته د زمینې مساعدول و.

په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس فضل محمود فضلي، د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر بصیر عباس، د پوهنې وزارت سرپرست وزیرې رنګینه حمیدي، د ښځو چارو وزیرې حسینه صافۍ، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس عبدالرشید اقبال، د ولسي جرګې د چاپېریال ساتنې او طبیعي منابعو د کمیسیون رئیس خان وردګ، د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې د پوهنځي رئیس، د خصوصي سکتور استازو، د مدني ټولنې غړو، د کابل پولي تخنیک او کابل پوهنتون استادانو، جیولوجستانو او محصلینو ګډون درلود.

د مراسمو په پیل کې، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس عبدالرشید اقبال وینا وکړه. هغه د جیولوجست له ورځې څخه په ګټه اخیستنې، د یو ملي بحث د ایجادولو په برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له ابتکار څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، د دې بحث دوام به د محصلینو پر روحیه او پوهې خورا مثبته اغېزه ولري.

ورپسې، د جیولوجستانو د ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پیغام ویډیو خپره شوه.

جمهوررئیس غني په خپل پیغام کې د هېواد زیارکښو جیولوجستانو ته د دغې ورځې په مناسبت مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې: د خودکفا افغانستان او د پرمختللي اقتصادي نظام د درلودلو لپاره، په کار ده چې له خپلو کانونو څخه د چاپیریال ساتنې اصل ته په پاملرنې، اغېزناکه استفاده وکړو او د هېواد د استخراجي صنایعو په سکتور کې لازم تحرک ایجاد، شفاف عواید را ټول او خلکو ته د کار زمینې مساعدې کړو.

جمهوررئیس وویل: د شفافیت د تامین او اصلاحاتو په برخه کې، د کانونو او پټرولیم وزارت د نوې رهبرۍ له هلوځلو مننه کوم. خوښ یم چې موږ یو ځل بیا د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په سازمان کې خپل غړیتوب ترلاسه کړ، د کوچني او ستر مقیاس ډېر شمېر پروژې اعلان او په قرارداد ورکړل شوې او په پخوانیو قراردادونو کې د تخنیکي ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات تر لاس لاندې دي. سربېره پردې، د تخصصي کادرونو د ځای پر ځای کولو لپاره د وزارت وروستۍ هلې ځلې به هغه تخصصي او تخنیکي خالیګاه چې پخوا په دې وزارت کې محسوسېده، ډکه کړي.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په خپله وینا کې د کانونو او پټرولیم وزارت څخه د کانونو په برخه کې د ملي بحث د پیل له امله مننه وکړه او د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري ته یې د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت په نړیوال سازمان کې د غړیتوب د بېرته اخیستلو په پار، مبارکي وویله. هغه همداراز، د هېواد د ټولو جیولوجستانو له هلوځلو څخه د قدردانۍ ترڅنګ، دوی ته د هېواد د اقتصادي رفاه په ډګر کې د لا زیات توفیق دعا وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر بصير عباس هم وینا وکړه. هغه وویل: د اجراییوي او اکاډمیکو نهادونو ترمنځ د ملي بحث پیل د محصلینو د ظرفیتونو لا زیاتې پراختیا ته اغېزناکه زمینه مساعدوي. هغه د کانونو د برخې محصلینو ته د بهرنیو بورسونو د برابرولو ژمنه هم وکړه.

د ولسي جرګې د چاپېریال ساتنې او طبیعي منابعو د کمیسیون رئیس خان وردګ په خپله وینا کې د کانونو او پټرولیم وزارت څخه د خامو معدني موادو د صادراتو څخه د مخنیوي او د غیرقانوني کیندنو پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

ورپسې، د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د هېواد د استخراجي صنایعو د سکتور، د لارې نقشې، لیدلوري او ماموریت په اړه جامع پریزنټیشن وړاندې کړ.

محمد هارون چخانسوري وویل: د افغانستان د رفاه او د اقتصادي ثبات کیلي په هراړخیزو جیولوجیکي مطالعاتو، تثبیت او له معدني منابعو څخه په ګټه اخیستنه کې، نغښتې ده.

د کانونو او پټرولیم وزیر د شته مطالعاتو او عمده فرصتونو په اړه جامع معلومات وړاندې کړل او په دغه سکتور کې د لازم تحرک د ایجادولو لپاره یې له اړونده نهادونو د همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.

د پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو په استازولۍ ګیتي اعظمي خبرې وکړې. هغې وویل: هغه وړاندیزونه چې موږ درلودل، د کانونو او پټرولیم وزیر په خپل پریزنټیشن کې ورته د حل خورا ګټورې لارې چارې وړاندې کړې.

هغې د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلینو ته د ځانګړې پاملرنې له امله، د وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه.

د غونډې په لړ کې د جیولوجستانو لخوا د جیولوج د ورځې په مناسبت ترانه او د هېواد تکړه هنرمند ګودر ځاځي لخوا ملي سندرې هم وړاندې شوې.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS