محمد هارون چخانسوري: د افغانستان د رفاه او د اقتصادي ثبات کیلي په هراړخیزو جیولوجیکي مطالعاتو، تثبیت او له معدني منابعو څخه په ګټه اخیستنه کې، نغښتې ده

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۱ - ۱۵:۵
01

د کانونو او پټرولیم وزارت او د کابل پولي تخنیک پوهنتون په ابتکار، نن ماسپیښین د پولي تخنیک پوهنتون د جمنازیوم په تالار کې، د جیولوجست له نړیوالې ورځې څخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځنه وشوه. له دې نمانځنې څخه موخه، د اجراییوي او اکاډمیکو نهادونو ترمنځ د یو ملي بحث ایجادولو ته د زمینې مساعدول و.

په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس فضل محمود فضلي، د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر بصیر عباس، د پوهنې وزارت سرپرست وزیرې رنګینه حمیدي، د ښځو چارو وزیرې حسینه صافۍ، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس عبدالرشید اقبال، د ولسي جرګې د چاپېریال ساتنې او طبیعي منابعو د کمیسیون رئیس خان وردګ، د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې د پوهنځي رئیس، د خصوصي سکتور استازو، د مدني ټولنې غړو، د کابل پولي تخنیک او کابل پوهنتون استادانو، جیولوجستانو او محصلینو ګډون درلود.

د مراسمو په پیل کې، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس عبدالرشید اقبال وینا وکړه. هغه د جیولوجست له ورځې څخه په ګټه اخیستنې، د یو ملي بحث د ایجادولو په برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له ابتکار څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، د دې بحث دوام به د محصلینو پر روحیه او پوهې خورا مثبته اغېزه ولري.

ورپسې، د جیولوجستانو د ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پیغام ویډیو خپره شوه.

جمهوررئیس غني په خپل پیغام کې د هېواد زیارکښو جیولوجستانو ته د دغې ورځې په مناسبت مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې: د خودکفا افغانستان او د پرمختللي اقتصادي نظام د درلودلو لپاره، په کار ده چې له خپلو کانونو څخه د چاپیریال ساتنې اصل ته په پاملرنې، اغېزناکه استفاده وکړو او د هېواد د استخراجي صنایعو په سکتور کې لازم تحرک ایجاد، شفاف عواید را ټول او خلکو ته د کار زمینې مساعدې کړو.

جمهوررئیس وویل: د شفافیت د تامین او اصلاحاتو په برخه کې، د کانونو او پټرولیم وزارت د نوې رهبرۍ له هلوځلو مننه کوم. خوښ یم چې موږ یو ځل بیا د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په سازمان کې خپل غړیتوب ترلاسه کړ، د کوچني او ستر مقیاس ډېر شمېر پروژې اعلان او په قرارداد ورکړل شوې او په پخوانیو قراردادونو کې د تخنیکي ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات تر لاس لاندې دي. سربېره پردې، د تخصصي کادرونو د ځای پر ځای کولو لپاره د وزارت وروستۍ هلې ځلې به هغه تخصصي او تخنیکي خالیګاه چې پخوا په دې وزارت کې محسوسېده، ډکه کړي.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په خپله وینا کې د کانونو او پټرولیم وزارت څخه د کانونو په برخه کې د ملي بحث د پیل له امله مننه وکړه او د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري ته یې د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت په نړیوال سازمان کې د غړیتوب د بېرته اخیستلو په پار، مبارکي وویله. هغه همداراز، د هېواد د ټولو جیولوجستانو له هلوځلو څخه د قدردانۍ ترڅنګ، دوی ته د هېواد د اقتصادي رفاه په ډګر کې د لا زیات توفیق دعا وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر بصير عباس هم وینا وکړه. هغه وویل: د اجراییوي او اکاډمیکو نهادونو ترمنځ د ملي بحث پیل د محصلینو د ظرفیتونو لا زیاتې پراختیا ته اغېزناکه زمینه مساعدوي. هغه د کانونو د برخې محصلینو ته د بهرنیو بورسونو د برابرولو ژمنه هم وکړه.

د ولسي جرګې د چاپېریال ساتنې او طبیعي منابعو د کمیسیون رئیس خان وردګ په خپله وینا کې د کانونو او پټرولیم وزارت څخه د خامو معدني موادو د صادراتو څخه د مخنیوي او د غیرقانوني کیندنو پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

ورپسې، د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د هېواد د استخراجي صنایعو د سکتور، د لارې نقشې، لیدلوري او ماموریت په اړه جامع پریزنټیشن وړاندې کړ.

محمد هارون چخانسوري وویل: د افغانستان د رفاه او د اقتصادي ثبات کیلي په هراړخیزو جیولوجیکي مطالعاتو، تثبیت او له معدني منابعو څخه په ګټه اخیستنه کې، نغښتې ده.

د کانونو او پټرولیم وزیر د شته مطالعاتو او عمده فرصتونو په اړه جامع معلومات وړاندې کړل او په دغه سکتور کې د لازم تحرک د ایجادولو لپاره یې له اړونده نهادونو د همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.

د پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو په استازولۍ ګیتي اعظمي خبرې وکړې. هغې وویل: هغه وړاندیزونه چې موږ درلودل، د کانونو او پټرولیم وزیر په خپل پریزنټیشن کې ورته د حل خورا ګټورې لارې چارې وړاندې کړې.

هغې د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلینو ته د ځانګړې پاملرنې له امله، د وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه.

د غونډې په لړ کې د جیولوجستانو لخوا د جیولوج د ورځې په مناسبت ترانه او د هېواد تکړه هنرمند ګودر ځاځي لخوا ملي سندرې هم وړاندې شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته