د افغانستان دصنایع استخراجي سکټور د تګلارې په اساس کانونو او پټرولیم وزارت دوه په ستره کچه قراردادونه د کنړ ننګرهار/ دمرمر او د پروان د تراورتینو پروژه د نچرل ستون شرکت سره لاسلیک کړه.
دیاد قرارداد په اساس شرکت مکلفیت لري ترڅو په حدود د ۱ عشاریه ۷۷ میلونه ډالر پانګونه وکړي.
په لمړي اکتشافي دوره کې به په حدود ۳۰۰ نه تر ۳۵۰ کسانو ته کاري فرصتونه برابریږي؛ او ورسته له استخراج نه به په حدود د ۲۰۰۰ کسانو ته په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه کاري فرصتونه برابریږي.
دیادونې وړ ده چې یاد شرکت په حدود د ۱۵ میلونه ډالر پانګونه په اکتشاف/ پروسس او صادراتو برخه کې ترسره کړې. او د ۵ میلونو ډالرو نورې پانګونې تعهد لري.
دافغانستان دصنایع استخراجي سکټور تګلارې په اساس په صنعتي منرالونو کې لکه تالک او مرمر برخه کې او دسیمنټو برخه کې پروژې لاسلیک ته اماده دي.
د تګلارې په اساس د کانونو او پټرولیم وزارت هدف دادی ترڅو دکانونو سکټور په عایداتي سکټور مبدله کړي.