د جامدو او مایع کانونو د سروې هوکړه لیک لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۲۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د جامدو او مایع کانونو د سروې هوکړه لیک د EM SURVEYS شرکت له رئیس ښاغلي محمد صابر لطیفي سره لاسلیک کړ.
په دې سروې کې به د الکټرومقناطیسي ټوموګرافي له مېتود څخه کار اخیستل کېږي، چې د سروې د نورو لارو چارو په پرتله هم ارزانه او هم دقیق ده. د دې مېتود دقت شاوخوا ۹۰ سلنه اټکل شوی، په داسې حال کې چې پخوا کارېدونکو سروې میتودونو لږ دقت درلود.
