د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ایران او افغانستان په ګډه غونډه کې ګډون وکړ

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۲۲:۱۷
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په ملتیا ایران هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د اوسپنې پټلۍ او کانونو د بنسټیزو زیربناوو د پراختیا په ګډه غونډه کې ګډون وکړ.
په یاده غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هرات مزار شریف ٦٥٧ کیلومټره اوسپنې پټلۍ د جوړولو، تخنیکي مشخصاتو، د پروژې د پیل پړاوونو، د مالي لګښت د برابرولو او د افغاني او ایراني شرکتونو د ګډون د څرنګوالي په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل، سربېره پر دې ایراني چارواکو د اوسپنې پټلۍ د پراختیا، په افغانستان کې د کانونو د معیاري لابراتوار د جوړولو او همدارنګه د کانونو د سروې، استخراج او په هېواد کې د ننه د پروسس کارخونو د جوړولو په برخو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سره د تخنیکي همکاریو ډاډ څرګند کړ.
همدارنګه، ایراني لوري د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو لپاره په بېلابېلو تخصصي برخو کې د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو او د کاني موادو د ترانزیټ او صادراتو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.
د یادونې وړه ده چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره به سیمه ییز اتصال رامنځته شي او همدا راز به افغانستان د دغو پروژو له درکه میلیاردونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو. . .

بېرته خبرونه ته