د کانونو ساتنې کمېټې استازو د تخار ولایت سمتي د سرو زرو کان څخه لیدنه وکړه
د کانونو د ساتنې کمېټې استازو تخار ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت د چاه آب ولسوالۍ د سمتي سرو زرو کان څخه لیدنه وکړه.
یادو غړو د خپل سفر په لړ کې د سمتي کان مسوولینو سره د لیدنې پرمهال هغوی ته سپارښتنې وکړې، چې خپلې چارې به د کانونو او پټرولیم وزارت د کان کیندنې د قانون او د شرکت د ژمنو پربنسټ په پوره روڼتیا او د چاپیریال ساتنې په پام کې نیولو سره ترسره کوي. سربېره پردې یې د شرکت مسوولینو ته د لومړني پروسس او اړوندو چارو په اړه لازمې لارښوونې وکړې، د قراردادي شرکت استازو ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به د قرارداد د ژمنو سره سم ترسره کړي.
