د کانونو او پټرولیم وزارت د سکتور د شفافه عایداتو د راټولولو لپاره، واحد مالياتي رژیم جوړوي

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۱۰:۳۳
ddd

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د ویډیو کنفرانس له لارې د کانونو لپاره د بین الحکومتي ادارې (IGF) له غړو سره د کانونو او هایدروکاربن د مالياتي رژیم د جوړولو په اړه خبرې وکړې. په دې ویډیوکنفرانس کې د کانونو لپاره د بین الحکومتي ادارې (IGF) د غړو سربېره، په حقوقي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار کبیر عیسی خېل، د مالیې وزارت مالي معین عبدالحبیب ځدراڼ او په افغانستان کې د بریتانیې سفارت د نړېوالې پرمختیایې څانګې غړو هم ګډون درلود.

په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د استخراجي صنایعو په سکتور کې د ورستیو کاري پرمختګونو سربېره د سکتور د حقوقي رژیم، د لارې نقشې، په سکتور کې د پانګونې د فرصتونو او اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي چخانسوري وویل: موږ د کانونو د لارې د نقشې په رڼا کې د سکتور حقوقي چارجوب د پانګونې د فرصتونو څخه د ګټه اخیستنې لپاره عیاروو ترڅو پدې سکتور کې ولسي مشارکت او پانګونې لپاره زمینې مساعدې شي. موږ غواړو چې حقوقي چارجوب له مالیاتي رژیم سره مطابقت پیدا کړي. له دې سره به داخلي او بهرني پانګوال په ډاډمنه، شفافه او د اعتماد وړ فضاء کې د کانونو قراردادونه ترلاسه کوي او له یو واحد مالیاتي رژيم څخه د ګټې اخیستنې لپاره به یو موثر چارجوب جوړ شي.

د کانونو لپاره د بین الحکومتي ادارې (IGF) استازو د افغانستان د کانونو او هایدروکاربن په سکتور کې د ورستیو پرمختګونو په اړه خوښي څرګنده کړه او له دغه وزارت سره یې د واحد مالیاتي رژیم په جوړولو کې د تخنیکي او مالي مرستو ژمنه وکړه.

ددغه مالیاتي رژیم په جوړولو سره به د عایداتو د راټولو لپاره یو واحد او شفاف میکانېزم جوړ شي ترڅو د داخلي او بهرنیو پانګونو د پراختیا لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د غونډې په لړ کې د کانونو او پټرولیم وزارت، مالیې وزارت، د جمهوري ریاست د چارو ادارې او د کانونو لپاره د بین الحکومتي ادارې د غړو په ګډون د واحد مالياتي رژیم د جوړولو لپاره د یوه کاري ټیم د ایجادولو په هکله تصمیم ونیول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۲۵
Background image

د جنوب لوېدیځې حوزې د کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې د رئیس الحاج مولوي نعمت الله عباس په مشرۍ پلاوي د جنوب لوېدیځې حوزې زابل، کندهار، دایکندي، روزګان او هلمند ولایتونو د کانونو د ریاستونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ د ازبکستان جمهوریت له سفیر اویبیک عثمانوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
پ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د جبل‌السراج د سمنټو د دویمې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٥ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ١٨مه نېټه د جبل‌السراج د سمنټو د دویمې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په همدې مناسبت د. . .

بېرته خبرونه ته