د کانونو او پټرولیم وزیر د جبل‌السراج د سمنټو د دویمې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۶:۱۵
نیوز

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٥ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ١٨مه نېټه د جبل‌السراج د سمنټو د دویمې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په همدې مناسبت د جبل السراج ارګ ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند، د ریاست الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د پروان والي، د ملي پراختیا شرکت رئیس، سیمه ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او ملي پانګوالو ګډون کړی و.

د کانونو او پټرولیم وزیر ګډونوالو ته د خپلې وینا پر مهال وویل، سمنټ د هېواد په آبادۍ او رغونه کې مهم رول لري او د الله تعالی په فضل افغانستان د سمنټو د خامو موادو پراخې او کافي زېرمې لري.

ښاغلي بدري زیاته کړه، موږ ویاړو چې د دې ډول سترو صنعتي پروژو د پرانیستې شاهدان یو، د کانونو او پټرولیم وزارت د سمنټو شپږ تړونونه لاسلیک کړي او د کندوز د سمنټو پروژې تړون هم د پانګونې په موخه اعلان سپارلی ده.

نوموړي وویل: د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد د ابادۍ او اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه، د سمنټو ترڅنګ د اوسپنې د کانونو ګڼ قراردادونه هم کړي او هڅه کوي چې د کانونو له طبیعي شتمنیو څخه د صنعت، کاري فرصتونو او اقتصادي ودې لپاره اغېزمنه ګټه واخلي ترڅو هېواد د صنعتي تولیداتو په برخه کې پر ځان بسیا شي.

نیوز

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو. . .

بېرته خبرونه ته