د کانونو او پټرولیم وزارت لوړ پوړو چارواکو لپاره د شتمنیو د ثبت او څارنې روزنیز سیمینار ترسره شو

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۸:۴۵
141

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت او څارنې ریاست لخوا د کانونو او پټرولیم وزارت لوړ پوړو کارکونکو ته د شتمنیو د ثبت او څارنې په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره شو.


 
په دغه سیمینار کې د کانونو او پټرولیم وزارت د سروېجیولوجي مرستیال ښاغلي حسینداد شفایې، د یاد وزارت رییسانو او د جمهوري ریاست د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت او څارنې رئیس ښاغلي عبدالودود بشریار ګډون کړی ؤ.

 

د وزارت مشرتابه په استازیتوب، ښاغلي شفایې د فساد سره د مبارزې په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت ژمنه تازه کړه او په دې برخه کې یې د وزارت د رهبری پاملرنه څرګنده کړه.

 
ښاغلي بشریار د افغانستان د اساسي قانون د ۱۵۴ مادې په اساس د لوړ پوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت او څارنې په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې دغه اداره د عامه شتمنیو ضایع کیدو د مخنیوي،  امانتداری کلتور ته وده ورکول، روڼتیا، حساب ورکونې او د قانون د حاکمیت په خاطر رامنځته شوې؛ څو د دولتي چارواکو شتمنۍ ثبت، تحلیل، نشر او وڅاري.
 
همدارنګه د یاد ریاست د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي احسان الله حیات لخوا د دې ادارې د اهدافو او پلانونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.

 
په پای کې د شتمنیو د ثبت او څارنې ریاست لخوا د قانون ترویج، د شتمنیو د ثبت او څارنې، فورم ډکونې او آنلاین ثبتونکي سیسټم په اړه معلومات  وړاندې شول.

 
په یاد سیمینار کې د فساد په وړاندې د مبارزې په اړه د افغان دولت د ژمنو، د شتمنیو د ثبت په فورمې کې د ناسمو معلوماتو د ورکولو په پایلو، او د هغې د څارنې په اړه معلومات وړاندې شول. 

 
د سیمینار په پای کې ګډونوالو د شتمنیو د ثبت او څارنې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږۍ نوی رئیس معرفي شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ، د ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۴مه نېټه، ښاغلی محمود الهام د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۳۶
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د بدخشان ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت، چې مل پلاوي یې ملتیا کوله د یو رسمي سفر په ترڅ کې يې د بدخشان ولایت د لاجوردو کانونو څخه لیدنه وکړه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۸:۴۲
Background image

د دعوت او ارشاد ریاست د سیسټم پېژندنه

د ځیرک موبایلونو لپاره د دعوت او ارشاد برېښنايي پروګرام د دې لپاره ډیزاین شوی، چې دولتي کارکوونکو او د دیني او ټولنیزو علومو مینه والو ته د یو ډیجیټل تعلیمي چاپیریال زمینه برابره کړي.
د. . .

بېرته خبرونه ته