د ټاپي پروژې د رغونې چارې په چټکتیا سره روانې دي
د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې د هرات ولایت په مربوطاتو کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې د ۱۵۳ کیلومټره مسیر له برخې ۱۲۷ کیلومټره مسیر چمتو شوی، ۱۰۶ کیلومتره نللیکه غځول شوې، د ۱۰۸ کیلومټره د څارنې په موخه سړک جوړ شوی، ۷۸ کیلومټره ځای کیندل شوی او ۳۶ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښ شوې ده. همدارنګه د پروژې لومړي کمپ ته د ۹۸ کیلومټره نللیکې انتقال هم بشپړ شوی دی.
دغه راز د هرات ولایت لپاره د ګازو د وېش شبکې د جوړولو په موخه له افغان شرکتونو سره خبرې روانې دي. په دې لړ کې یوه خصوصي کمپنۍ چمتووالی ښودلی چې شاوخوا ۴۲۰ میلیونه امریکایي ډالر پانګونه وکړي، چې له امله به یې ۳ زره کسانو ته مستقیم او شاوخوا اویا زره نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د معلوماتو پربنسټ دا مهال ټاپي پروژه کې ۵۹۵ افغانان په امنیتي، اداري او تخنیکي برخو کې پر دندو بوخت دي او د هغوی لویه برخه د پروژې د امنیت د تأمین په برخه کې فعالیت کوي.
د یادونې وړ ده چې د دغې سترې پروژې په بشپړېدو سره به هرات ولایت په هېواد کې پر یوه مهم صنعتي مرکز بدل شي. تمه ده چې د طبیعي ګازو په رارسېدو سره به زرګونه تولیدي فابریکې فعالې شي، د انرژۍ په برخه کې به د صنعت او سوداګرۍ لپاره نوي فرصتونه رامنځته شي، د برېښنا د تولید ظرفیت به لوړ شي او د کیمیاوي، پتروشیمي او نورو صنعتي محصولاتو د تولید زمینه به هم برابره شي.
