د ملي عمل درېيم پروګرام کې د شموليت په موخه د ټولنې بېلابېلو پرګنو وړاندېز شويو موضو‌ع‌ګانوراټولولو په موخه د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت اعلاميه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۴:۳۷
rer

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت د ملي عمل درېيم پروګرام د تدوين بهير په نېږدې ورځو کې پيلېږي.

د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت  (OGP) د لارښود په بربنسټ، د دغه سازمان د غړيو هېوادونو د ملي عمل پروګرامونه د مدني تولنې بنسټونو په مشارکت تدوين او چمتو کېږي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت غړيتوب له ترلاسه کولو تر دې دمه خپل د ملي عمل پروګرامونه د ياد لارښود په رڼا کې تدوينوي.

د افغانستان ملي عمل لومړی پروګرام په بريا سره تطبيق شوی او د ملي عمل دويم پروګرام د مدني ټولنې بنسټونو او هېوادوالو په پراخ مشارکت سره تدوين شوی او د تطبيق په وروستيو پړاوونو کې دی. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي عمل دويم پروګرام کې ۱۸ بدلونراووړنکې ژمنې شاملې دي چې په تطبيق سره به يې د عامه خدماتو په برخه کې روڼتيا او حسابورکوونه زياته او د ملي پاليسيو په تدوين کې د عامه مشارکت زمينه برابره شي. د بېلګې په ډول د « ذیفع مالکيت د ثبت او پلټنې مقررې» ژمنې څخه چې د حسابورکوونې، ځوابوينې او روڼتيا لوړاوي په برخه کې تدوين او تصويب شوې، يادونه وکړو. په باوري توګه د هغې په سم تطبيق سره به له ډول ډول جرمونو ( مالياتي فرار، د پيسو تطهير، د ترهګرۍ تمويل او د نشهيي توکيو قاچاق) څخه مخنيوی وشي.  

دا چې د ملي عمل دويم پروګرام د تطبيق وخت په تماميدو دی او ډېری ژمنې يې بشپړې شوي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په پام کې لري چې  د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت د ملي عمل درېيم پروګرام د تدوين چارې هم پيل کړي، نو له دې کبله له ټول وزارتونو، خپلواکو ادارو، د مدني ټولنې بنسټونو، رسنيو، ښوونيز او تحصيلي سکټور او هېوادوالو څخه په درښت هيله کېږي څو خپلې وړاندېز شوې موضوعګانې چې په ( روڼتيا، حسابورکوونې، د عامه پاليسيو په تدوين او تطبيق بهير کې د هېوادوالو مشارکت د ښهوالي او لوړاوي او له نوې ټيکنالوژۍ څخه استفادې  پورې اړوندې وي) د ملي عمل درېيم پروګرام کې د شموليت په موخه د ۱۴۰۰ کال د زمري تر 30 نېټې پورې د لاندې برښناليک له لارې له موږ سره شريکې کړي.

Faisal.stanekzai2@gmail.com  اوinfo@ogpa.gov.af   

د يادونې ده چې د پرانيستې دولتدارۍ سکرتريت د هېواد د ملي عمل پروګرامونو د آسانچاري رول لري او ستاسو وړاندېز شوې موضوعګانې به له توحيد وروسته اړوندو مراجعو په تېره د افغانستان پرانيستې دولتدارۍ مشارکت ټولګې عمومي فورم ته وړاندې شي.

د لازياتو معلومات لهپاره د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت ويب سايټ ته مراجعه وکړئ:.https://ogpa.gov.af       

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د سمنګانو ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه د سمنګانو ولایت د والي مرستیال په مشرۍ، د کانونو رئیس او د کمېټې غړو په ګډون، د یاد ولایت د کانونو ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۴:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو د یو کلنو کړنو د ارزونې بهیر پیل شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د ارزونې ټاکلې کمېټې د ملکي خدمتونو د لارښوونو او کړنلارو پر بنسټ او د چارو ادارې د اصلاحاتو او ملکي خدماتو اداره په همکارۍ، د چهارشنبې په ورځ په ۱۴۰۴/۴/۱۱. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۲۴
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۰مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته