د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

kamran2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۸:۰
news


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ لمریزکال د سلواغې په ۵مه نېټه په خپل  کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو او اوږدمهاله اړیکو په اړه خبرې وشوې، د ګډو همکاریو د پراختیا په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د ترکمنستان سفیر د وزارت مشرتابه له میلمه پالنې څخه مننه وکړه او د یادې پروژې د پرمختګونو او راتلونکو کاري پلانونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
د کانونو او پټرولیم وزیر د پروژې د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه خوښي څرګنده کړه او د افغانانو لپاره يې د کاري زمینې برابرولو، د لازمو او هر اړخیزو همکاریو پردوام یې ټینګار وکړ.
په پای کې دواړو لورو د پروژې د کار د چټکتیا په موخه ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د روان میلادي کال تر پایه، تر هرات ولایت پورې د ټاپي پروژې چارې بشپړې شي.

Image 1 Image 2

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته