د کندز ولایت کاني ظواهر

افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.

کندز ولایت چې یو شمېر کاني ظواهر لري د افغانستان د شمالي ولایاتو له جملې څخه شمېرل کیږي، چې مرکزیې د کندز ښار دي. دا ولایت د شمال لخوا د آمو سیند او تاجکستان، ختیځ ته یې تخار، سویل ته یې بغلان، لویدیځ ته یې بلخ او د سویل لویدیځ لخوا د سمنګان له ولایت سره ګډه پوله لري. او همدارنګه د کندز ولایت نفوس د احصأیې ملي اداري د معلوماتو پربنسټ (1,136,677) تنه ښودل شوی.

د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د کندز ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (19) سیمې په جدول کې ثبت شوي.

د کندز ولایت کاني ظواهرو لیست!

شمېره

ولایت

د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر

کاني سیمې

1

کندز

 سلستین

د کارتو  سیمه

2

کندز

  فاسفوریت

د علی آباد  سیمه

3

کندز

سول

د زرکمر سیمه

4

کندز

جغل دریایی

د چهارسرکه  سیمه

5

کندز

سیلستین

د کوری تاو سیمه

6

کندز

فاسفیت

د دره کلان سیمه

7

کندز

د سرو زرو خواره

د بستر دریایی امو سیمه

8

کندز

د گچ ډبره

د کوری تاو سیمه

9

کندز

ودانیزې ډبرې

د کوه قطر بلاق جان سیمه

10

کندز

ودانیزې ډبرې

د سه تله سیمه

11

کندز

ریگ  جغل او ودانیزې ډبرې

د سرخ بیتل سیمه

12

کندز

سول

د زر کمر سیمه

13

کندز

ریگ او جغل

د قم سای سیمه

14

کندز

ودانیزې ډبرې

د ایرگنک، قره باطر وجمه بازار سیمه

15

کندز

ودانیزې ډبرې

د کوه چوغه سیمه

16

کندز

 ریگ او جغل کوهی

د اسپند گذر سیمه

17

کندز

ریگ او جغل

د موسی زی سیمه

18

کندز

ریگ او جغل

د چهار سرکه سیمه

19

کندز

نفت

د کوری تاو سیمه

 

سرچینې:

  1. د کندز ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره ۲۰۱۸https://idlg.gov.af/kunduz/ ) 
  2.   د کندز ولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه، https://www.nsia.gov.af:8080/wpu- 1399content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf