د پکتیکا ولایت کاني ظواهر
افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.
پکتیکا ولایت چې د یو شمیر کاني ظواهرو او کانونو درلودونکی دی د افغانستان د سویل ختیځو ولایتو په قطار کې راځي، چې مرکز یې شرنه ده. دا ولایت د شمال لخوا د پکتیا، شمال ختیځ ته یې خوست، ختیځ او سویل ته یې پاکستان او د لویدیځ له طرفه د زابل اوغزنی له ولایتونو سره ګډه پوله لري. او همدارنګه د پکتیکا ولایت نفوس د احصأیې ملي ادارې د معلوماتو پربنسټ (775,498) تنه ښودل شوی.
د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د پکتیکا ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (20) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.
د پکتیکا ولایت د کاني ظواهرو لیست!
شمېره |
ولایت |
د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر |
کاني سیمې |
1 |
پکتیکا |
مگنیتیت |
د او ملایت سیمه |
2 |
پکتیکا |
کلسیت |
د حاجی علم سیمه |
3 |
پکتیکا |
بیوتیت |
د چنار سیمه |
4 |
پکتیکا |
پیرایت |
د تمبیل سیمه |
5 |
پکتیکا |
کرمایټ |
د قلعه اسد سیمه |
6 |
پکتیکا |
د چونی کلسیتی ډبره |
د لام سیمه |
7 |
پکتیکا |
مګنتایټ |
د سپین بولدک سیمه |
8 |
پکتیکا |
کوارتز بیوتیت |
د جیبرگی سیمه |
9 |
پکتیکا |
ډبرو سکاره |
د زندا 1 سیمه |
10 |
پکتیکا |
ډبرو سکاره |
د دره نور سیمه |
11 |
پکتیکا |
ډبرو سکاره |
د دایک 41 سیمه |
12 |
پکتیکا |
ډبرو سکاره |
د یکتاخم سیمه |
13 |
پکتیکا |
تالک |
د دیلانور سیمه |
14 |
پکتیکا |
ډبرو سکاره |
د قلعه اسد سیمه |
15 |
پکتیکا |
گچ |
د بی بی گوهر سیمه |
16 |
پکتیکا |
ریگ او جغل |
د مرکزی سیمه |
17 |
پکتیکا |
ریگ او جغل |
د ختیځې سیمه |
18 |
پکتیکا |
ریگ او جغل |
د لویدیځې سیمه |
19 |
پکتیکا |
چونه ډبره |
د سویلی سیمه |
20 |
پکتیکا |
د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر |
د نقطه7757 سیمه |
سرچینې:
- د پکتیکا ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸(https://idlg.gov.af/paktika/ )
- د پکتیکا ولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه1399 https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf