د پنجشیر ولایت کاني ظواهر
افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.
پنجشیر ولایت چې یو شمېر کاني زیرمې لري د افغانستان په ختیځ کې پروت دی، چې د شمال لخوا د بغلان او تخار، سویل ته یې لغمان او کاپیسا، ختیځ ته یې بدخشان او نورستان، او د لویدیځ لخوا د بغلان او پروان له ولایتونو سره ګډه پوله لري. او همدارنګه د پنجشیرولایت نفوس د احصأیې ملي ادارې د معلوماتو پربنسټ (169,926) تنه ښودل شوی دی.
د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د پنجشیر ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (38) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.
د پنجشیرولایت د کاني ظواهرو لیست!
شمېره |
ولایت |
د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر |
کاني سیمې |
1 |
پنجشیر |
اوسپنه |
د شتل وعنابه سیمه |
2 |
پنجشیر |
اوسپنه |
د تل ونقره خانه سیمه |
3 |
پنجشیر |
اوسپنه |
د پنجشیر سیمه |
4 |
پنجشیر |
مس |
د بازارک پنجشیر سیمه |
5 |
پنجشیر |
تنتالیم او نیوبیم د پگماتیتو سیمه نادره عناصر |
د پنجشیر سیمه |
6 |
پنجشیر |
زمرد |
د داریون سیمه |
7 |
پنجشیر |
زمرد |
د دهنه ریوات سیمه |
8 |
پنجشیر |
زمرد |
د بزمل پنجشیر سیمه |
9 |
پنجشیر |
زمرد |
د ریوات پنجشیر سیمه |
10 |
پنجشیر |
زمرد |
د مکنی پنجشیر سیمه |
11 |
پنجشیر |
زمرد |
د خنج پنجشیر سیمه |
12 |
پنجشیر |
سره زر ، سپین زر،قلعی او المونیم |
د دره فراج سیمه |
13 |
پنجشیر |
اوسپنه او مس |
د دره آریو سیمه |
14 |
پنجشیر |
پولی میتال |
د تل و نقره خانه سیمه |
15 |
پنجشیر |
پولی میتال |
د شتل وعنابه سیمه |
16 |
پنجشیر |
منرالیزیشن سره زر، سپین زر |
د دره آریو سیمه |
17 |
پنجشیر |
پگماتیت |
د کرباشی پارنده و ملپسه سیمه |
18 |
پنجشیر |
سمندري جغل |
د آبدره سیمه |
19 |
پنجشیر |
لاجورد |
د زریه سیمه |
20 |
پنجشیر |
اکوامارین |
د حصارک سیمه |
21 |
پنجشیر |
تورمالین |
د دمرغدل سیمه |
22 |
پنجشیر |
اوسپنه |
د کورآبه سیمه |
23 |
پنجشیر |
مرمر |
د زریه سیمه |
24 |
پنجشیر |
مرمر |
د کبوتر کور سیمه |
25 |
پنجشیر |
مرمر |
د حصارک سیمه |
26 |
پنجشیر |
مرمر |
د زمانکور سیمه |
27 |
پنجشیر |
کنه ډبره |
د ماله بالا کلی سیمه |
28 |
پنجشیر |
کنه ډبره |
د کرو، کلالان، دهن پل آبدره سیمه |
29 |
پنجشیر |
کنه ډبره |
د سویل و درخیل استیدیوم |
30 |
پنجشیر |
کنه ډبره |
د میدان شاهی و دره پارنده سیمه |
31 |
پنجشیر |
کنه ډبره |
د دوآب او شابه سیمه |
32 |
پنجشیر |
کنه ډبره |
د دهن پوجاوه سیمه |
33 |
پنجشیر |
کنه ډبره |
د غونډۍ خولې د پړي د ننه سیمه |
34 |
پنجشیر |
ریگ او جغل |
د کورابه سیمه |
35 |
پنجشیر |
ریگ او جغل |
د استیدیوم سویل سیمه |
36 |
پنجشیر |
ریگ او جغل |
د میدان شاهی سیمه |
37 |
پنجشیر |
ریگ او جغل |
د دوآب سیمه |
38 |
پنجشیر |
ریگ او جغل |
د دهن پو جاوه سیمه |
سر چینې:
- د پنجشیر ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸ (https://idlg.gov.af/panjshir/ )
- د پنجشیرولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه، 1399https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf.