د پنجشیر ولایت د کانونو ریاست

د پنجشیر ولایت د کانونو ریاست رئیس ښاغلي دیپلوم انجنیر محمد اسماعیل ملک ژوند لیک ته کتنه:

دیپلوم انجینیر محمد اسماعیل ملک د شهنواز خان زوی په ۱۳۳۷هجري کال د پنجشیر ولایت د آب دره کلي په یوه روشنفکره کورنۍ کې دنیا ته سترګې غړولي. ښاغلي ملک آن له کوچنیوالي د زده کړو سره مینه درلوده، چې خپلې لومړنی او منځنی زده کړې یې په کورنۍ او همداشان د دوی د کلي په ښوونځي کې پای ته رسولي.

همدا شان ښاغلی ملک په کال ۱۳۶۴ کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جامدو کانونو د اکتشاف له څانګې څخه د ماستري زده کړو سند ترلاسه کړی.

کاري تجربه:

نوموړي د خپلو کاري دندو په ترڅ کې، د شلایفونو او انشلایفونو په جوړولو کې چې د پتروگرافیک او منرالوجیکي علومو په تدریس کې کارول کیږي، د ساختماني موادو د فزیکي او میخانیکي خواصو په اړه د څیړنو او همدا رنګه د صنعتي منرالونو په لابراتوارونو کې د ډبرو د څیړنې په برخو کې کافي تجربه لري.

لاسته راوړنې:

  • د جیولوجیکي نمونو(۵۰۰) عدودو په اندازه شلایف او سل عدد انشلایف
  • د صنعتی منرالونو په لابراتوارونو کې د سلګونو څیړنو د نمونو تکمیل
  • د جیولوجی لابراتوارونه او د جیولوجي آرشیف موزیم بیا رغونه او ترمیم
  • د مسو د کانونو په برخه کې سپین زر، سره زر، او قیمتي او نیمه قیمتي منرالونو کانونو کې تراته سوه( ۸۰۰)جیولوجیکي راپورونو اسکن کول ترڅو د افغانستان د جیولوجي سروې ویب پاڼه بډایه کړي.
  • د قانوني او غیر قانوني کیندنو د ساحو همغږي کول او د جیولوجیکي معلوماتو راټولول، د جیولوجیکي راپورونو ژباړه او سمون، د کورنېواو بهرنېو عامه خصوصی موسسو سره مرسته
  • په (۱۴) مخونو کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او د رنګه منرالونو "په نوم د مقالو لیکل " د زده کړیالانو د زده کړې لپاره
  • ودانیزو توکو له پوهیدو څخه عواید
  • په بنجشیر کې د دوهم نمبر واحدونو او ریاستونو ترمنځ د تفاهم لیکونو لاسلیک کول په ځانګړي توګه د ښاروالۍ، مستوفیت او د چاپیریال ملي ادارې سره
  • ۱۵ کسان د پورونو د نه ورکړې له امله څارنوالۍ ته معرفي کولو ترڅنګ امنیت شورا وزارت د کانونو د ساتني کمیټې ته د (۱۲۸) کان ایستونکي معرفي کول څخه یادوري کول شو

 

ښاغلي ملک، اوس مهال د منرالي جیولوجیست په څلورم بست کې د پنجشیر ولایت د کانونو د رئیس په توګه کار کوي.