د لوګر ولایت کاني ظواهر

افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.

لوګر ولایت چې یو شمېر کاني ظواهر لري د پلازمینې کابل په ((65 کیلو مترۍ کې واقع دی، چې د شمال لخوا له کابل، ختیځ ته یې ننګرهار، سویل ته یې پکتیا او د لویدیځ لخوا د میدان وردک او غزني له ولایتونو سره ګډه پوله لري. او همدارنګه د لوګرولایت نفوس د احصأیې ملي اداري د معلوماتو پربنسټ (434,374) تنه ښودل شوی.

د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د لوګر ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې ( (30سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.

د لوګر ولایت د کاني ظواهرو لست!

شمېره

ولایت

د منرال ډولونه

د کاني  ظواهرو سیمې

1

لوگر

کرومیت

د لوگر سیمه

2

لوگر

 کرومیت

د ویرک سیمه

3

لوگر

  کرومیت

د محمدآغه1 سیمه

4

لوگر

  کرومیت

د محمدآغه 2 سیمه

5

لوگر

  کرومیت

د محمدآغه 3 سیمه

6

لوگر

 مس

د عینک  سیمه

7

لوگر

 مس

د قلعه گلی سیمه

8

لوگر

 سرب اوجست

د مندئی سیمه

9

لوگر

 مولبدین

د آبدره سیمه

10

لوگر

 ازبیست

د لوگر سیمه

11

لوگر

 ازبیست

د سپینه کلا سیمه

12

لوگر

 ازبیست

د کوه موگی آبا سیمه

13

لوگر

 ازبیست

د آب پران  سیمه

14

لوگر

 مگنیزیت

د محمدآغه سیمه

15

لوگر

 گرافیت

د چرخ سیمه

16

لوگر

 کاربناتی اوبه

د آب پران  سیمه

17

لوگر

 کرومایت

د التیمور پل علم  سیمه

18

لوگر

 کرومایت

د سرخ آب  سیمه

19

لوگر

 کرومایت

د اسماعیل خیل سیمه

20

لوگر

گل سرشویی

د سرخ آب سیمه

21

لوگر

 ابرک

 

22

لوگر

ودانیزې ډبري

د کوه ده محمد آغه نمبر یک سیمه

23

لوگر

ودانیزې ډبري

د پل قندهاری  سیمه

24

لوگر

ودانیزې ډبري

د قریه کوه ده محمد آغه سیمه

25

لوگر

ودانیزې ډبري

د کوه اصحاب بابا سیمه

26

لوگر

ودانیزې ډبري

د سفید سنگ سیمه

27

لوگر

ودانیزې ډبري

د کوه میر ابدال نمبر یک سیمه

28

لوگر

ودانیزې ډبري

د کوه میر ابدال ساحه نمبر دو سیمه

29

لوگر

 کرومایت

د داودخیل وده نو سیمه

30

لوگر

 کرومایت

د بزرگانه سیمه

 

سر چینې:

  1. د لوګر ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸https://idlg.gov.af/logar/)  
  2. د لوګرولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو             پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه، 1399https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf