د سمنګان  ولایت کاني ظواهر

افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې لري. دا زیرمې د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه، یادې زیرمې د عوایدو په دوامداره راټولیدو او ترلاسه کولو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.

سمنګان ولایت چې د بې شمېره کاني ظواهرو درلودونکی دی د افغانستان د شمالي ولایاتو له جملې څخه شمېرل کیږي، چې د دې ولایت مرکز د ایبک ښار دی. دا ولایت د شمال  لخوا د بلخ او کندز، د ختیځ لخوا د بغلان، سویل ته یې بامیان او د لویدیځ لخوا د بلخ او کندز له ولایتونو سره ګډه پوله لري. همدارنګه د یاد ولایت نفوس د احصأیې ملي ادارې د معلوماتو پربنسټ (430,489)  تنه ښودل شوی.

د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د سمنګان ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (۳۷) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.

س

د سمنګان ولایت د کاني ظواهرو لست!

شمېره

ولایت

د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر

د کانونو سيمه

1

سمنگان

 سلفر

د آستانه  سیمه

2

سمنگان

 گچ

د سرآسیا 1  سیمه

3

سمنگان

 گچ

د شریک یار  سیمه

4

سمنگان

 ناسوځیدونکي خټه

د رفک   سیمه

5

سمنگان

 د لوښو خټه، چټ او خښته

د شباشک  سیمه

6

سمنگان

سمنټ

د شمر  سیمه

7

سمنگان

 د ګچ ډبره

د دره کلان  سیمه

8

سمنگان

 خټه

د  شلوک تو  سیمه

9

سمنگان

چونه ډبره

د نخچیر

10

سمنگان

د مرمرو ضعیف کان

د خرس خانه  سیمه

11

سمنگان

ودانیزې ډبرې

د  قچندره  سیمه

12

سمنگان

ودانیزې ډبرې

د جمعه شهید  سیمه

13

سمنگان

سنگ چونه ډبره

د ساحه خدریان  سیمه

14

سمنگان

ودانیزې ډبرې

د سنجیتک  سیمه

15

سمنگان

خاوره لرونکي جغل

د ظهر آبی   سیمه

16

سمنگان

دولومیتی مرمر

د شلوک تو  سیمه

17

سمنگان

د چونه ډبره

د ساحه شمر  سیمه

18

سمنگان

ودانیزې ډبرې

د ساحه تخت رستم  سیمه

19

سمنگان

د ډبرو سکاره

د سبزک کوتل  سیمه

20

سمنگان

د ډبرو سکاره

د ساحه گوله  سیمه

21

سمنگان

د ډبرو سکاره

د ساحه گرمک غربی  سیمه

22

سمنگان

د ډبرو سکاره

د ساحه گرمک شرقی  سیمه

23

سمنگان

د ډبرو سکاره

د ساحه راشک وقوبی  سیمه

24

سمنگان

د ډبرو سکاره

د سر آسیاب  سیمه

25

سمنگان

 د چونې ډبره

د چگاب  سیمه

26

سمنگان

خټه 

د چگاب  سیمه

27

سمنگان

 

 

28

سمنگان

د ډبرو سکاره

د دهنه تور  سیمه

29

سمنگان

د ډبرو سکاره

د دروازه  سیمه

30

سمنگان

د ډبرو سکاره

د لیله  سیمه

31

سمنگان

د ډبرو سکاره

د سرتور  سیمه

32

سمنگان

 مالګه

د تاچقرغان  سیمه

33

سمنگان

 د لوښو خټه،چټ، خښته

د شباشک سیمه

34

سمنگان

د ډبرو سکاره

د آبخورک سیمه

35

سمنگان

د ډبرو سکاره

د سبزک کوتل سیمه

36

سمنگان

د ډبرو سکاره

د گوله سیمه

37

سمنگان

 سمنټ

د پروژه سمنت سمنگان سیمه

 

سرچینې:

  1. د سمنګان ولایت عمومي معلوماتو او د محلي ارګانونو اداره ۲۰۱۸ (https://idlg.gov.af/samangan/
  2. د سمنګان ولایت د کانونو لست د جیولوجیکی معلوماتو ریاست د کانونو او پترولیم د جیولوجیکي معینیت معلومات په اساس د هیواد د نفسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه یی، ۱۳۹۹https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf