د دایکندي ولایت د کانونو آمریت

د دایکندي ولایت د کانونو آمر ښاغلي انجنیر حمیدالله حمید ژوند لیک ته کتنه:

ښاغلی حمید الله حمید د محمد نبي زوی په کال ۱۳۶۷هجري کې د دایکندی ولایت د شهرستان ولسوالۍ اړوند القان کلي په یوه دینداره او علم پروره کورنۍ کې زیږیدلی.

ښاغلي حمید آن له کوچینوالي د زده کړو سره مینه درلوده، چې خپلې لومړنۍ زده کړې یې په کورنۍ، ابتدایه او آن تر لیسې دورې زده کړې یې د شهرستان ولسوالۍ اړوند د القان کلي په عالی لیسه کې سرته رسولي. همدارنګه ښاغلی حمید په ۱۳۸۸زیږدیزکال کې د کابل پوهنتون جیولوجۍ پوهنځۍ ته شامل او خپلې زده کړې یې د لیسانس سند په ترلاسه سره له کابل پوهنتون څخه بشپړې کړې.

ښاغلي حمید د خپلو زده کړو په ترڅ او هم له زده کړو وروسته د یو څه وخت لپاره په جیوتکنیک کې د ساختماني موادو د آزموینې په څانګه او د غلغله ګروپ د شرکت سره دندې تر سره کړي، چې په کال ۱۳۹۲د آزادې سیالۍ له لارې د دایکندي ولایت د کانونو آمر په توګه وګمارل شو چې تردې دمه یاده دنده پر مخ وړي.

 

 

شماره تماس: 0778887124

ایمیل آدرس: daykundi@momp.gov.af 

نشانی: ولایت دایکندی جوار میدان هوایی

اوقات کاری:   8:30 الی 3:30