کانونو اوپټرولیم وزارت چارواکو د کلمبیا هېواد د کانونو ملي ادارې له مسؤولینو سره لېدنه کړي

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۴:۴۳
ddd

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسیو او برنامو مرستیال ښاغلي ولي الله ځدراڼ او د همدې وزارت د سروې او جیولوژی مرستیال ښاغلي حسین داد شفایې د کلمبیا هېواد د کانونو ملي ادارې له چارواکو سره لېدنه ترسره کړي.
د یادې لېدنې موخه، د کلمبیا هېواد څخه په تخنیکي، ظرفیت لوړونې او د افغانستان په صنایع استخراجي سکټور کې د بنیادي بدلون راوړلو په برخه کې، د یاد هېواد له تجربو څخه ګټه اخیستل ؤ.
کانونو او پټرولیم وزارت په صنایع استخراجي سکټور کې د تخنیکي او ظرفیت لوړولو په برخه کې د کلمبیا هېواد سره په ګډه کار کول دي؛ ترڅو د افغانستان په صنایع استخراجي سکټور کې د افغان دولت تګلاره په سمه توګه پلي شي.

#کانونو_او_پټرولیم_وزارت #MoMP

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

بېرته خبرونه ته