د کوچنیو او سترو معادنکارۍ پروژو داوطلبۍ اسانه شوي دي

Feroz_momp
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۵:۴۱
momp

چهارشنبه، ۲۹ جوزا ۱۳۹۸

کابل، افغانستان: کانونو او پټرولیم وزارت ۵ ساحې د سترو پروژو او ۲۴ ساحې په کوچنیو برخه کې اعلان ته سپارلی دي .
کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې اغلې نرګس نهان نن چهارشنبه دحکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې دیو خبري کنفرانس په ترڅ کې دپانګونې دجذب په موخه معلوماتونه ورکول وویل : ۲۰۱۹ کال به په کانونو سکټور کې دپانګونې دجذب کال وي.


اغلې نهان وویل چې دصنایع استخراجي سکټور په قوانینو کې اسانتیاوې راغلي او زیاته يي کړه چې په سترو او کوچنیو برخو کې اوسمهال دپانګونې وخت را رسیدلئ او پانګوال کولئ شي چې پدې برخو کې پانګونې وکړي.
اغلې نهان وویل چې دپانګونې په موخه ۳۸ ساحې مشخصه شوي چې پکې د مرمر ډبرې، تراورتین او تالک شامل دي. او یادې به پروژې به یو بل پسې اعلان شي.

اغلې نهان وویل ۳۸ پروژې چې پکې ۵ پروژو کې پانګوالو سره خبرې تکمیل شوي او په راتلونکي دوه میاشتو کې به يي کارونه تمام شي. پدې پروژو کې د سمنګان دسمنټو ، د جبل السراج دوهمه برخه او درې نورې برخو کې د مرمر ډبرې تراوتین او تالک شامل دي.

اغلې نهان دغیرې قانوني کیندونو په اړه وویل : دغیرې قانوني کیندنو ټولې ساحې مشخصه شوي اوسمهال کابل، پنجشیر، پروان او کاپیسا کې داسې ساحې چې غیر قانوني کیندنې کیږي هڅه کیږي چې یادې ساحې قانوني شي. او زیاته يي کړه چې د ننګرهار او هرات دغیرقانوني کیندنو معلوماتونه تکمیل شوي.


اغلې نهان وویل چې امنیتي ځواکونه پدې برخه کې کولئ شي مرسته وکړي ترڅو دغیرې قانوني کیندونو مخنوئ وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۸:۲۹
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په ٢٧مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۸:۲۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۲۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت او د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د سه شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴/۳/۱۳ نیټه لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او. . .

بېرته خبرونه ته