د داوطلبۍ خبرتیا
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د امو دریا نفتي حوزې(۱۰۰٬۰۰۰) سل زره ټنه خام نفت د ۱۴۰۵/۰۸/۰۶ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۰۸/۲۵ نېټې پورې د داوطلبۍ له لارې وپلوري. د یادو نفتو اندازه او سرچینه په لاندې ډول ده:
۱. (۴۰٬۰۰۰) څلوېښت زره ټنه خام نفت د قشقري د نفتي کان څخه.
۲. (۴۰٬۰۰۰) څلوېښت زره ټنه خام نفت د زمردسای د نفتي کان څخه.
۳. (۲۰٬۰۰۰) شل زره ټنه خام نفت د انګوت د نفتي کان څخه.
ټول کورني او بهرني شرکتونه، چې غواړي په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي، کولای شي د اعلان د مودې په جریان کې خپل غوښتنلیکونه د ګډون په موخه د پټرولیم لوی ریاست ته وسپاري او د داوطلبۍ اړوند شرطپاڼه ترلاسه کړي.
همدارنګه، ټول داوطلبان مکلف دي، چې د شرطپاڼې له احکامو سره سم، د یادو خامو نفتو د ټولیز ارزښت (۰.۵) سلنه د داوطلبۍ د تضمین په توګه، د بانکي تضمینلیک په بڼه، د داوطلبۍ د پروسې له ترسره کېدو مخکې وړاندې کړي.
