په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه
په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د بېلابېلو وزارتونو استازو په بندرونو کې د شته ستونزو د معلومولو او د هغو د حل لارو، د امکان په صورت کې د تعرفو د یوځای کېدو، د ستونزو د مخنیوي او د چارو د چټکتیا په موخه د کاري وخت د زیاتولو، د ازمایښتونو (لابراتوارونو) د منظمولو او روڼتیا رامنځته کولو، د یوه واحد اداري سیسټم د جوړولو، د سکنرونو د نصبولو او ګدامونو د جوړولو، د اداري پرسونل د خپلو مسوولیتونو پر وړاندې د لا زیاتې پاملرنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال په یادو برخو کې د چارو پر ټاکلي وخت ترسره کولو ټینګار وکړ.
