د افغانستان د نړیوال نندارتون د پای غونډ ترسره شوه

kamran2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۹:۳۷
*د افغانستان د نړیوال نندارتون د پای غونډ ترسره شوه*

دا نندارتون چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د باختر درخشان شرکت په همکارۍ، د هېواد د کانونو په سکټور کې د پانګونې د وړتیاوو او فرصتونو پیژندلو په موخه جوړ شوی و، د شنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ کال د لړم میاشتې په ۹مه نېټه، د مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده، د وزارت مقام ستر سلاکار مولوي احمد جان، د یو شمېر رئیسانو، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو استازو، پانګوالو، سوداګرو او نورو ګډونوالو په ګډون پای ته ورسېد.
دا نندارتون د کانونو په سکټور کې د شته وړتیاوو او پانګونې د ظرفیتونو د پېژندلو، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د راجلبولو او د هېواد د کاني محصولاتو د پېژندلو په موخه جوړ شوی و.
د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د افغانستان د نړیوال نندارتون د پای په مراسمو کې د دا ډول نندارتونونو د جوړولو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دغه نندارتونونه د هېواد د کانونو په سکټور کې د شته وړتیاوو او پانګونې د شونتیاوو په پېژندلو کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د کانونو له پراخو زېرمو څخه برخمن هېواد دی او له دغو زېرمو څخه اغېزمنه او د معیارونو سره سمه ګټه اخیستنه کولای شي د هېواد په اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او دوامدار پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
دغه راز یې یادونه وکړه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د دغه نندارتون په ترڅ کې وتوانېد، ترڅو د پام وړ لاسته‌راوړنې ولري، چې له ډلې یې د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د څلورو داوطلبیو ترسره کول یادولی شو. دغو داوطلبیو د شرکتونو او پانګوالو ترمنځ د سیالۍ زمینه برابره کړه، چې د کورنیو عوایدو د زیاتوالي او د هېواد له طبیعي سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.
نوموړي همدارنګه د نندارتون له جوړوونکو، ګډون کوونکو شرکتونو، کورنیو او بهرنیو پانګوالو او ټولو هغو بنسټونو څخه مننه او قدرداني وکړه، چې د دغه نندارتون په جوړولو کې یې ونډه اخیستې وه. هغه هیله څرګنده کړه، چې د دې نندارتون لاسته راوړنې به د لا زیاتو همکاریو، د پانګونې د راجلبولو او د افغانستان د کانونو سکټور د لا ډېر پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.
ورپسې، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر د دغه نړیوال نندارتون له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د نندارتون له جوړوونکو، په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه یې د افغانستان د کانونو په سکټور کې د شته وړتیاوو او پانګونې د ظرفیتونو پېژندلو لپاره د دې ارزښتناک فرصت د برابرولو له امله مننه او ستاینه وکړه.
نوموړي د دغه نندارتون جوړېدل د افغانستان د کاني سرچینو او زېرمو دپېژندلو په برخه کې یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، چې دا ډول پروګرامونه کولای شي د کانونو په برخه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د تخنیکي تجربو د تبادلې او د کورنیو او بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره زمینه برابره کړي.
د ایران اسلامي جمهوریت سفیر همدارنګه د کانونو په برخه کې د سیمه‌ ییزو همکاریو پر ارزښت ټینګار وکړ او د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل یې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د ګډو پانګونو د وړتیا او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره اغېزمن وبلل.
په پای کې، د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام ستر سلاکار مولوي احمد جان، په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې افغانستان د خپلو پراخو کاني سرچینو او زېرمو په لرلو سره د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره ډېرې وړتیاوې لري.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د اسلامي نظام په برکت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټولو قومونو لپاره د کار او فعالیت زمینه برابره شوې او الحمدلله، په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۹:۳۷
Background image

د افغانستان د نړیوال نندارتون د پای غونډ ترسره شوه

دا نندارتون چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د باختر درخشان شرکت په همکارۍ، د هېواد د کانونو په سکټور کې د پانګونې د وړتیاوو او فرصتونو پیژندلو په موخه جوړ شوی و، د شنبې په ورځ، د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۲:۳۸
Background image

د کندهار د شور اندام سمنټو کارخونې د تولید بهیر پیل شو

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۷:۵۷
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري ، د افغانستان د کانونو لومړني ځانګړي نندارتون په ترڅ کې د کابل ولایت د یاقوتو د کونړ او نورستان ولایتونو د کنزایټ او بېروج داوطلبۍ(بولۍ. . .

بېرته خبرونه ته