د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایتالله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې تړون چې ١١.٢٧ هکټاره مساحت لري د ١٠٦ میلیونه افغانیو په پانګونې سره له نبي افغان د کانونو د کېندنې او پروسس شرکت سره د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کړ.
د تړون له شرایطو سره سم، د ۸۵۰ افغانیو رویالټۍ سربېره، شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي او همدارنګه یاد شرکت د باریت د پروسس لپاره په هېواد کې د پروسس کارخونه جوړه کړې ده.
