د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ د ماوې سیمې د بېلابېلو کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ(بولۍ) د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلا بېلو ریاستونو استازو او له ٢٠٠ څخه زیاتو پانګوالو په شتون کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دغه داوطلبۍ کې د کونزاېټ، بېروج، مارګنېټ او بلور ډبرې د(١٥٠) میلیونه افغانیو په قېمت سره و پلورل شوې، چې پکې د اسلامي امارت ونډه(١٥) میلیونه افغانۍ ده، چې دا د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د پانګونې د لا زیاتو فرصتونو برابرولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.