د پالیسۍ او برنامو مرستیال د بدخشان ولایت له کانونو لیدنه وکړه

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۳۶
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت، چې مل پلاوي یې ملتیا کوله د یو رسمي سفر په ترڅ کې يې د بدخشان ولایت د لاجوردو کانونو څخه لیدنه وکړه.
د پالیسۍ او برنامو مرستیال د یادو کانونو د کار بهېر څخه له نږدې لیدنه وکړه، همدا راز یې د کارکوونکو او قراردادیانو نظریات او ستونزې واورېدې او د کان کیندنې د قوانینو او کړنلارو له مخې یې د شته ستونزو په برخه کې ورسره د حل ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو. . .

بېرته خبرونه ته