د پالیسۍ او برنامو معینیت رئیسانو د یو کلنو کړنو ارزونه ترسره شوه

kamran2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۷:۳۸
ارزیابی فعالیت ها و کارکردهای یک‌سالۀ روئسای معینیت پالیسی و برنامه‌ها

د کانونو او پټرولیم وزارت د ارزونې ځانګړې کمېټې د یو منظم پلان له مخې چې مخکې یې د رئیسانو د یو کلنو کړنو ارزونې بهیر پیل کړی و، دا بهیر د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د لارښوونې او د ملکی خدمتونو د کړنلارو او د اداري اصلاحاتو کمیسیون د همکاریو پر بنسټ ترسره کېږي. په دې لړ کې د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په ۶مه نېټه د پالیسۍ او برنامو معینیت رئیسانو د یو کلنو کړنو ارزونه د یاد معینیت د مرستیال شیخ‌الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت، د کارکوونکو چارو رئیس مولوي احمد ضیاء خاکسار، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون استازی فریدون یوسفي او د وزارت د ارزونې کمېټې په شتون کې ترسره شوه.
دغه ارزونه د رئیسانو د کاري پلان اړوند ترسره کېږي او د دې ارزونې موخه دا ده، چې په کاري بهیر کې شته ستونزې، ځواکمنتیا او کمزورتیاوو  پېژندل، د ظرفیت لوړولو په اړه پرېکړه، د هڅونې زیاتوالی، راتلونکې لپاره د موخو ټاکل او د کارکوونکو ترمنځ د اړیکو ښه والی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

بېرته خبرونه ته