د پالیسۍ او برنامو مرستیال له روسي پانګوالو سره وکتل

kamran2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۲۰:۲۲
د پالیسۍ او برنامو مرستیال له روسي پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور په ۱۴مه نېټه، په خپل کاري دفترکې له روسي پانګوالو او د استخراجي شرکتونو له استازو سره وکتل.
په پیل کې یادو پانګوالو د خپلو شرکتونو د کانونو د استخراج او سپړنې فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: دوی د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخه کې ښې وړتیاوې لري، له تېرو دېرشو کلونو راهیسې د عصري ماشین‌الاتو، انجینرانو او متخصصینو په مرسته د کانونو په استخراج کې بوخت دي. دغه راز هغوی د افغانستان د کانونو په ځانګړي ډول د سرو زرو او زمردو په برخو کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د پالیسۍ او برنامو مرستیال راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه د بهرنیو پانګوالو لپاره د کانونو په برخو کې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي دي او له هغوی څخه هرکلی کوي. نوموړي همداراز وویل، چې د کانونو تړونونه د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې ترسره کېږي او هغه شرکتونه چې لوړه مالي وړتیا او مسلکي کسان ولري لومړیتوب ورکول کېږي. د وزارت مرستیال هغوی ته د کان کیندنې د قانون له مخې د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

بېرته خبرونه ته