د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نېش ولسوالۍ له مشرانو سره وکتل

sp_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۴:۵۴
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ (25/7/1403) نېټې د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ له مخورو او مشرانو سره په کتنه کې د دغې ولسوالۍ د کاني زېرمو د مدیریت په اړه یې بحث او خبرې وکړې.

د نېش ولسوالۍ مشرانو د قراردادي شرکتونو له خوا د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې چې په هغو کې د سړکونو، ښوونځیو، پلونو، پلچکونو جوړول شامل دي د پلي کېدوغوښتنه وکړه او خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې یې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: قراردادي شرکتونه مکلف دي چې د خپلو ژمنو سره سم د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کار او فعالیت وکړي دغه راز دیادې ولسوالۍ خلکو ته کاري فرصتونه برابرول د قراردادي شرکتونو له لوري د کانونو او پټرولیم وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په. . .

بېرته خبرونه ته