د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ازبکستان هېواد د کانونو او جیولوجي وزارت له مرستیال سره وکتل

urgent_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۲:۵۵
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د ازبکستان هېواد د کانونو او جیولوجي وزارت له مرستیال ښاغلي قدیرایف او مل پلاوي سره وکتل، په یاده ناسته کې د کانونو د اکتشاف او کیندنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د کاني موادو د صادراتو او پروسس په اړه خبرې وکړې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو د څېړنو او ګډو مطالعاتو د تر سره کولو په موخه د لاسلیک شویو تړنونو په پلي کولو ټینګار وکړ زیاته يي کړه: په افغانستان کې د سر تاسري امنیت په ټینګښت سره د بل هر وخت څخه اوس د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده، ازبکستاني پانګوال کولی شي، چې په افغانستان کې د هایدرو کاربنونو او جامدو کانونو په استخراج او پروسس کې پانګونه وکړي.

د ازبکستان هېواد پلاوي دشویو تړونونو د پلي کولو تر څنګ په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د ګډو مطالعاتو د تر سره کولو ترڅنګ یې د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه  زیاته يي کړه: ازبکستاني پانګوال لېواله دي، چې په افغانستان کې د اوسپنې په کانونو او هایډرو کاربنونو په برخه کې پانګونه وکړي.

په پای کې د دواړو لوریو تر منځ د ګډو مطالعاتي پروژو په مشخصولو کار وشو او ژمنه وشوه چې په نږدې راتلونکې کې عملي کارونه پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته