د لوګر ولایت د کانونو د څارنې او ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه

urgent_user
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۸:۳۹
س

د کانونو د څارنې او ارزونې کمېټې غونډه د لوګر ولایت د کانونو رئیس مولوي نقیب احمد( فرقاني) په مشرۍ، دیاد ولایت د بېلابېلو ریاستونو رئیسانو او د کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه، په دغه غونډه کې د کانونو د څارنې او  ارزونې په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.

په دغه غونډه کې یې د کانونو د قاچاق او غیر قانوني کیندنې پر مخنیوي، خلکو ته د کاري زمینې پر برابرولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې، د لوګر د کانونو رئیس د کانونو د څارنې او ارزونې کمېټې د طرزالعمل په پلي کېدو ټینګار وکړ.

په پای کې د کمېتې غړو د لوګر ولایت د کانونو د کارونو د ارزونې په اړه خپل نظریات، غوښتنې واورولې په همدې موخه یې د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته