د غزني ولایت د کانونو ساتنې کمېټې غونډه د یاد ولایت د مرستیال والي په مشرۍ ترسره شوه

urgent_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۰:۵۵
س

به دغه غونډه کې د کانونو رئیس ښاغلی الحاج مولوي محمد یوسف صهېب، د اقتصاد، کرنې او مالدارۍ رئیسانو، د مستوفیت، استخباراتو، امنیه قومندانۍ استازو او د ولایت د مقام د دفتر رئیس ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د والي مرستیال الحاج مولوي رحیم الله محمود د ښه راغلاست تر څنګ وویل: کانونه یوه مهمه او اساسي مسئله ده، زموږ ټولو دنده داده چې ساتنه یې وکړو، دغه راز د یاد ولایت د کانونو رئیس د کانونو په اړه خپل راپور او لازم معلومات شریک کړل، له ټولو څخه یې وغوښتل چې د کانونو د ساتنې په برخه کې همکاري وکړي.
د والي مرستیال دغه غونډه ګټوره وبلله ویې ویل کانونه زموږ ملي سرمایه ده، د هغو ساتنه د ټولو ایماني او ملي دنده ده.
په دغه غونډه کې داجنډا اړوند په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته