د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په متحده عربي اماراتو کې مېشت د افغانستان له سفیر سره وکتل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۸:۱۱
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په متحده عربي اماراتو کې مېشت د افغانستان له سفیر محترم مولوي بدرالدین حقاني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د هېواد د کاني زېرمو، د لویو او کوچنیو کانونو د قراردادونو او په هغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
په پای کې  په هغه هېواد کې مېشت د افغانستان محترم سفیر د یاد وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه ویې ویل: الحمدالله افغانستان ډېرې کاني زېرمې لري او د کانونو وزارت د مشر تابه د هڅو په پایله کې به دغه هېواد په راتلونکو کلونو کې په ځان بسیا شي، همدا راز یې په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته