د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سویلي اسیا له رئیسې سره وکتل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۲۱
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سویلي اسیا له رئیسې آغلې داتو دوکتور شازلینا او مل پلاوي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او په نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست ترڅنګ د سرتاسري امنیت، د اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ، د افغانستان پراخه کاني زېرمو او د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او همدا راز یې د پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې ټول پانګوال کولای شي په ډاډ زړه او پوره روڼتیا سره د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي.
د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سویلي اسیا رئیسې او مل پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه همدا راز یې له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانانو د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
په پای کې دواړو لورو د اړیکو او تعاملاتو په پراختیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته