د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک قراردادي کمپنۍ له مسوولینو سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۸:۴۰
ss

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مس عینک قراردادي کمپنۍ له مسوولینو سره په ناسته کې، د پروژې د وروستیو پرمختګونو، د مسو د پروسس د کارخونې د جوړېدو، د پروسس لپاره د برېښنا د تولید سرچینې او په نږدې راتلونکې کې د عملي کار پیل پر څرنګوالی باندې بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک پروژه د هېواد لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه وبلله او د دغې کمپنۍ د ژمنو سره سم یې په هېواد کې دننه پر سل سلنه پروسس ټینګار وکړ.
 د يادې کمپنۍ مسوولينو د چارو د لا ښه والي په موخه د وزارت له همکارۍ مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د تعهداتو مطابق د دغې پروژې عملي چارې پيل کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۲:۴۹
Background image

د لوګر ولایت د سمنټو کارخونې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د افغان ساکو د کان کیندنې پروسس سوداګریز شرکت سره د لوګر ولایت د التمور سیمې د سمنټو تړون د سه شنبې په ورځ د 1403/10/4 نېټې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۳:۳
Background image

هرات ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار سفر

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي، د لویو کانونو رئیس حافظ انجنیر ابوبکر امیني هرات ولایت ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کانونو ریاست له کار کوونکو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۸:۴۵
Background image

د مس عینک پروژې د کان کیندنې پلانونو په اړه پریزنټېشن وړاندې شو

یاده غونډه د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۹/۲۷ نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج، د عینک مسو پروژې رئیس انجنیر حمیدالله حبیبي، تخنیکي ټیم او د MJAM. . .

بېرته خبرونه ته