د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک قراردادي کمپنۍ له مسوولینو سره وکتل

firoz_admin
Tue, Apr 02 2024 8:40 AM
ss

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مس عینک قراردادي کمپنۍ له مسوولینو سره په ناسته کې، د پروژې د وروستیو پرمختګونو، د مسو د پروسس د کارخونې د جوړېدو، د پروسس لپاره د برېښنا د تولید سرچینې او په نږدې راتلونکې کې د عملي کار پیل پر څرنګوالی باندې بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک پروژه د هېواد لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه وبلله او د دغې کمپنۍ د ژمنو سره سم یې په هېواد کې دننه پر سل سلنه پروسس ټینګار وکړ.
 د يادې کمپنۍ مسوولينو د چارو د لا ښه والي په موخه د وزارت له همکارۍ مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د تعهداتو مطابق د دغې پروژې عملي چارې پيل کړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS