د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له رئیس او په کابل کې ترکمنستان له سفیر سره وکتل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۹:۳۲
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له رئیس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره د ټاپي پروژې د پرمختګونو، مهمو او اساسي موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
 د ټاپي پروژې رئیس د یاد وزارت له مشر تابه سره په لیدنې خوښي څرګنده کړه او د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو په ځانګړې توګه امنیتي او تخنیکي، په نږدې راتلونکې کې د یادې پروژې د عملي کار پیل پر څرنګوالي باندې بحث او خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې د پرمختګ او نهايي کېدو په اړه خوښي څرګنده کړه ویې ویل: له نېکه مرغه د دې پروژې کار په چټکۍ سره پر مخ روان دی او هڅه کوو چې پاتې چارې ژر بشپړې شي تر څو د دې مهمې او بنیادي پروژې عملي چاري ژر تر ژره پیل شي.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې د مسیر د ځمکو د استملاک او د ګازو د نل لیکې د لارې د چاپېریال په پام کې نیولو سره د ټاپي پروژې له رئیس سره خپل نظرونه شریک کړل ویې ویل: د ګازو د نل لیکې د انتقال چارې باید د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په همغږۍ ترسره شي، چې چاپيريال ته زيان ونه رسيږي او د چاپيريال ټول مسايل په پام کې ونيول شي.
په پای کې د ترکمنستان سفير هم ترکمنستان ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل ويې ويل، چې د دغه سفر په ترڅ کې په ترکمنستان کې د افغاني محصولاتو يو نندارتون جوړ شوى وو، چې د مرمر په ګډون د افغانستان معدني محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي وو. په پام کې ده چې د ترکمنستان یو پلاوی هم په نږدې راتلونکې کې هرات ولایت ته ولاړ شي او د مرمر ډبرو د پېرلو لپاره د هرات ولایت د مرمر ډبرو سوداګرو سره وګوري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

بېرته خبرونه ته