د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکیې هېواد د هولدنک ایلدیزلم شرکت له استازي سره ولیدل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۹:۲۳
s

د کانونو او پټرولیم وزارت سر پرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ترکیې هېواد د هولدنک ایلدیزلم شرکت له استازي ښاغلي علي واحد آتیچي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو، د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو په موخه یې د سرتاسري امنیت په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
ترکي پانګوال د کانونو او پټرولیم وزارت د مېلمه پالنې څخه مننه وکړه، د سرو زرو، مسو او سرب کانونو په برخه کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د امنیت په ټینګښت سره د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه رامنځته شوي، اوس مهال په کندز او فاریاب ولایتونو کې د سرو زرو لويې پروژې د پانګونې لپاره اعلان ته سپارل شوي دي، موږ هڅه کوو تر څو له دغه فرصت څخه ملي او نړیوال پانګوال ګټه واخلي او همدا راز د بهرنیو پانګوالو د هڅونې او راجلبولو په موخه هر ډول قانوني همکاریو او اسانتیاوو رامنځته کولو ته چمتو یو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۲۱:۳۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام وړاندې شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د غیر فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست رئیس انجنیر ګل محمد له لوري د یاد ریاست نوي ګمارل شویو کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام د پرزنټېشن په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۷:۳۱
Background image

د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

 

د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیز کارونه په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د پاتې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰. . .

بېرته خبرونه ته