د کاپیسا ولایت د کانونو ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۱:۳
ss

د دریم ځل لپاره د کانونو ساتنې کمېټې غونډه د کاپیسا ولایت د والي مرستیال شیخ مولوي اسدالله سنان په مشرۍ چې پکې د کانونو رئیس الحاج عنایت الله ابلاغ او د کمېټې غړو ګډون کړی و ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د کمېټې غړو د تېرې غونډې د موضوعات پر تعقیب، د ډبرو سکرو د ویش او قېمت ټاکل، د قراردادونو او ودانیزو چک پاینټونو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل، د کاپیسا ولایت د کان کیندنې د شته ستونزو د هواري او ښه والي په اړه یې ټینګار وکړ. 
په پای کې د کمېټې غړو ژمنه وکړه، چې د عوایدو د لوړوالي په برخه کې به د کانونو ریاست سره لازمه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته